په ننګرهار ولایت کې د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ سیالي ترسره شو
د ننګرهار پوهنې ریاست د بدني روزنې مدیریت لخوا د دوه لېسو(وزیر محمد ګل خان بهسود،چکنوري جلال اباد ښار) تر منځ د کرکټ لس اوریزه سیالۍ سراج العمارت بڼ کرکټ لوبغالې کې تر سره شوه.
د یادې سیالۍ افتتاح کې د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت(حقاني) سربېره د دغه ولايت د پوهنې آمرانو ، مسؤولینو او د ورزش مينه والو هم ګډون کړی وو.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولینو هر یو په خپلو خبرو کې د سپورت ګټو په اړه لازمي لارښوني او خبرې وکړې او سپورت یې د روغتیا تضمین وباله.
ورپسې د وزیر محمد ګل خان او بهسودو عالي لېسې لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوه او لوبه د وزیر محمد ګل خان لېسې د زده کوونکو په بریا پای ته ورسېده.
