د ننګرهار د پوهنې رئیس د دغه ولایت د سړو سیمو  ولسوالیو د پوهنې له مسؤلینو سره کاري ناسته وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۹:۴۶
نشست کاری رئیس معارف ننگرهار با مسئولان معارف ولسوالی های سرسیر آن ولایت

د ننګرهار ولایت د سړو سیمو ولسوالیو د پوهنې آمرینو غونډه د نویو تعلیمي او اداري پلانونو د طرحې او مسوولینو ته د وړاندیز شویو پروګرامونو د پلي کولو په موخه د پوهنې وزارت له مقرراتو سره سم په ۱۴۰۱ لمریز تعلیمی کال کې، پداسې حال کې چی د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيالانو او مهمو مسوولينو هم حضور درلود جوړه شوو. 

په پیل کې آمرینو خپل مفصل کاري راپور د پوهنې ریاست مشرتابه ته وړاندې کړ او ورپسې د پوهنې رئیس په مهمو اداري او تدریسي موضوعاتو لکه  ښوونځي ته د وړ ماشومانو د جذب، د بښنې او مشروطي ازموینې اخیستل د قانون له مخې
، پر وخت زده کوونکو ته د درسي کتابونو ویش، د دیني مدرسو څارنه او د نوي ښوونیز کال په اړوند په نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وکړې او لازمې لارښوونې وشوې. 
د غونډي په پائ کې، آمرینو او مسؤلینو ژمنه وکړه چې د یادې کاري ناستې پرېکړې به عملي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS