د هیواد د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموینه پای ته ورسیده
د هیواد د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموینه پای ته ورسیده، دغه ازموینه چې د تیرې شنبې په ورځ د هیواد په ۳۴ولایاتو او په دارالهجرت کې د مهاجرو هیوادوالو په مدارسو کې پیل شوې وه، د هیواد په داخل کې( ۹۴۶۶) تنو او د دارالهجرت د مدارسو( ۱۴۲۶)تنو نارینه او ښځینه زده کوونکو پکې برخه درلوده.
په یاده ازموینه کې د شاملو مضامینو د پوښتنو پاڼې د هیواد د سترو شیوخو او علماء کرامو له لوري جوړې شوې وې، چې له دې جملې څخه د بخاري شریف د مضمون د پوښتنو پاڼه د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب له لوري ترتیب شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې دغه ازموینه له زیاتو کلونو را په دې خوا د هیواد په داخل او دارالهجرت کې د مهاجرو هیوادوالو د مدارسو له زده کوونکو څخه اخیستل کېږي. په تیرو کلونو کې دغه پروسه د اسلامي امارت د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو د کمېسیون تر اشراف لاندې سرته رسیدله او سږ کال دپوهنې وزارت له لوري ترسره شوه. د سږ ۱۴۴۳هـ ق کال لپاره یاده ازموینه یوازې په عالیه درجه(وړه دوره ) او عالمیه درجه(لویه دوره /د حدیثو دوره) کې واخیستل شوه، تیر کلونه په پنځو درجو کې اخیستل کېده. په یاده ازموینه کې کې د لویې دورې او وړې دورې شپږ، شپږ مضامین شامل وو.
د یادې ازموینې د نظارت لپاره دپوهنې وزارت له لوري د یاد وزارت د دارالعلومونو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب په مشري هیئت استول شوی وو او په دې برسیره د هیواد دپوهنې ولایتي رئیسانو او داسلامي تعلیماتو د آمریت آمرانو هم د یادې پروسې نظارت کاوه .
له نېکه مرغه د ازموینې بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسید، د ازموینې مسئولینو، څارونکو او زده کوونکود ازموینې له پروسې څخه ښه خاطره درلوده،د ازموینې نظم او ډسپلین زیات د پاملرنې وړ وو، د ازموینې یاد بهیر د هیواد د رسنیو او مطبوعاتو له لوري هم په پراخه کچه منعکس شو.
