دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د (  For children smile) خیریه بنسټ له مشرې سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۷:۳۱
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د (  For children smile) خیریه بنسټ له مشرې سره وکتل

د شنبې په ورځ (۱۸/۷/۱۴۳۴هـ ق-۳۰/۱۱/۱۴۰۰هـ ش )  دپوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب ،تر غرمې وروسته د یاد وزارت  د مقام په دفتر کې د( For children smile) خیریه بنسټ له مشرې اغلې (EMINE TAS ) ، د افغانستان لپاره د ترکیې هیواد د سرې میاشتې له رئیس ښاغلي ضیاء او مل هیئت سره وکتل.
د مجلس په پیل کې محترم وزیر صاحب  راغلیو میلمنو ته  ښه راغلاست ووایه ، دافغانستان په روان تعلیمي  بهیر یې رڼا واچوله او له ټولو هغو خیریه بنسټونو څخه یې مننه وکړه، چې د افغانستان له تعلیمي نظام سره مالي او معنوي مرستې کوي. 
وروسته د ( For children smile) بنسټ مشرې اغلې(EMINE TAS ) د خپلو خبرو په ترڅ کې د یاد بنسټ په  تاریخچه، تګلاره او خیریه فعالیتونو رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې د دوی بنسټ د فلسطین په شمول د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د یتیمانو، بیوزلو او جګړه ځپلو پرګنو په تیره بیا میرمنو او ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت لري او ویې ویل چې د دوی اړوند بنسټ  د افغان ښوونکو د ظرفیت د ارتقاء او دښوونځیو د ودانیو د بیا ترمیم او جوړولو په برخه کې له  اسلامي امارت سره بشپړ ملاتړ ته چمتو دی،  چې پرمیکانیزم ،کمیت، کیفیت او نورو جزئیاتو به یې په راتلونکو ملاقاتو کې تفصیلي بحثونه کېږي.
ښاغلي وزیر صاحب د اغلې(EMINE TAS ) له بشردوستانه احساساتو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت به د خیریه بنسټونو د فعالیت لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې بشپړ شفافیت ته ژمن دی .
د ترکیې د سرې میاشتې د ټولنې رئیس ښاغلي ضیاء د خپلو خبرو په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د څلورو لسیزو ناورین او جګړه یې پای ته ورسوله، امنیت یې تامین کړ، یو مرکزي او یوموټی نظام یې حاکم کړ او د نړیوالو خیریه بنسټونه د بشردوستانه فعالیتونو لپاره یې یو خوندي او مصئون چاپيریال را منځ ته کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS