د لوګر د دادوخيلو په لېسه کې زده کوونکو ته وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۲:۵۴
د لوګر د دادوخيلو په لېسه کې زده کوونکو ته وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دادوخيلو د هلکانو لېسې زده کوونکو ته د بيلا بيلو مضمونونو د زده کړې وړيا ژمني کورسونه جوړ شوي دي.

دا کورسونه د پوهنې رياست د مقام د لارښوونې له مخې، د ياد کلي يو شمېر ديني عالمانو او د پوهنتونونو  زده کړه يالانو په خپل نوښت شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې جوړ کړي، چې د نوي ښوونيز کال تر پيله به دوام ومومي.

په نوموړو جوړ شوېو کورسونو کې تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ زده کوونکو برخه اخيستې ده،چې د ۱، ۲، ۳ او ۴ ټولګيو زده کوونکي دي.

په دغو کورسونو کې زده کوونکو ته د ديني زده کړو تر  څنګ د هر ټولګي درسي کتابونه تدريس کېږي، څو د هغوى علمي سويه لوړه او د نوي ښوونيز کال لپاره ښه وروزل شي.

د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز د يادو کورسونو په جوړولو خوښي څرګندوي او دا کار د زده کوونکو د استعدادونو د لوړولو لپاره ډېر ارزښتمن بولي.

د پوهنې رئيس له ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه کوي، چې ښه درسونه ووايي،خپلې علمي سويې لوړې کړي او د راتلونکي ښوونيز کال لپاره ښه چمتو والى ونيسي.

 د ياد ښوونځي زده کوونکي، د پوهنې رئيس او د خپل کلي د ديني عالمانو او د پوهنتونونو زده کړه يالانو دا کار ستايي او وايي، چې دغو کورسونو زموږ د پوهې د کچې په لوړولو کې ډېر مثبت اغيز کړى دى

له بل لوري د نوموړي جوړ شوي کورس ښوونکي، د خپلو زده کوونکو د استعدادونو ستاينه کوي او زياتوي،چې دوى د خپل کلي د ماشومانو د علمي سويې د لوړولو لپاره دا هڅې پيل کړي دي.

د دادوخيلو د هلکانو لېسه د دادوخيلو په سيمه کې فعاليت لري، ۱۸ کاله مخکې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوې ده او اوس شاوخوا ۸۵۰ زده کوونکي لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS