د  پوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې میرمن ډیبورا  لاینز   سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۹:۴۴
د  پوهنې  وزارت  سرپرست وزیر   د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو  له ځانګړې استازې میرمن ډیبورا  لاینز   سره وکتل

نن ورځ پنجشنبه (۱۷/۶/۱۴۴۳هـ ق-۳۰/۱۰/۱۴۰۰هـ ش) له غرمې مخکې  د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله«منیر»  صاحب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې  میرمن ډیبورا  لاینز(Debora Lyons) او د افغانستان لپاره د یونیسف له تعلیمې مسئولې میرمن  ادرینا  اوجیلار(Adriana Vogelaar) سره  ملاقات وکړ.
په دې ملاقات کې د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست رئیس  عزیز احمد«ریان» او د نړیوالو اړیکو او تمویل کوونکو  د ریاست رئیس استاد وحیدالله «هاشمي» صاحب هم حضور درلود.
د ملاقات په پیل کې د پوهنې سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ  کې لومړی راغلي هیئت  ته ښه راغلاست ووایه  او بیا یې  د هیواد په روان تعلیمي وضعیت رڼا واچوله  او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت به د هیواد ځوان نسل ته هر ډول تعلیمي سهولتونه او اسانتیاوې برابروي.
ښاغلي وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د بهرني اشغال له خاتمې او اسلامي امارت د حاکمیت  د پیل را په دې خوا د هیواد ټول ښوونځي چې مخکې دکرونا د ناروغي له امله تړل شوې وې، پرانیستل شویدي او  د هیواد ټولو نارینه او ښځینه ښوونکو ته د درې میاشتو(اسد،سنبله او میزان) معاشات اجراء شویدي او په نږدې راتلونکې کې به د پاتې میاشتو معاشات هم اجراء  شي .
نوموړي زیاته کړه، چې د راتلونکي تعلیمي کال په پیل سره زیاته هیله موجوده ده، چې د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي. د اوس لپاره دنجونو په زده کړه کې منځ ته راغلی ځنډ دایمي نه بلکې لنډمهاله دی او  د یو مناسب چاپیریال په را منځ ته کېدلو  او د شرایطو په مساعدیدلو سره به بېرته د نجونو زده کړې پیل شي .
ښاغلي وزیر صاحب  یادونه وکړه ، چې مونږ  د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو  ته   د کوم بهرني فشار له امله نه، بلکې د خپل مسئولیت او ژمنتیا په اساس اجازه ورکوو او تر بهرنیو جهتونو مونږ د خپلو هیوادوالو په تیره بیا میرمنو ستونزې په ښه توګه محسوس او درک کولای شو او  د خپلو خویندو  او میندو  ټولو شرعي حقوقو په تیره بیا په یو مناسب چاپیریال کې د زده کړې حق ته متعهد او ژمن یو.
د  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې میرمن  ډیبورا لاینز (Debora Lyons) او  د یونیسف تعلیمې مسئولې میرمن ادرینا  اوجیلار (Adriana Vogelaar)  دواړو  د خپلو خبرو په ترڅ ‍ کې د اسلامي امارت تعلیمي پالیسي او  د تعلیم په ډګر کې د پوهنې وزارت هلې ځلې وستایلې او په دې برخه  کې یې له اسلامي امارت سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه. 
د ملاقات په پای کې پرېکړه وشوه، چې په  راتلونکي کې به  د پوهنې وزارت او یونیسف  تخنیکي ټیمونه پرله پسې ناستې کوي، تر څو دواړه لوري په ګډه د هیواد د تعلیمي نظام د ملاتړ لپاره  یو غوره طرحه ترتیب کړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS