په کنړ ولایت کې د دولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت مراسم تر سره شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۳:۵۷
په کنړ ولایت کې د دولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت مراسم تر سره شول

د اسمار ولسوالۍ د پوهنې امریت اړوند د هلکانو د لېسې کلنۍ ازموینې د پایلو ترڅنګ د دولسم ټولګیو د زده کوونکو د فارغت په ویاړ غونډه جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې د پوهنې رییس محب الله حیدري، د ریاست د څارنې امر جاوید جواد، داسمار د پوهنې او د څارنې امرینو ترڅنګ پکې ګڼو قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د پوهنې رییس محب الله حیدري د دولسم ټولګیو څخه فارغ شوو زده کوونکو او د هغوی کورنېو ته د دغه ویاړ مبارکي ورکړه او هغه زیاته کړه چې دغه تعلیم ستاسې لپاره بسنه نه کوي تاسو کوښښ وکړئ، چې د کانکور په ازموینه کې ښې نمرې ترلاسه کړي، تر څو د خپلو خوښو پوهنځیو ته لاره پیدا کړي.
محب الله حیدری زده کوونکو ته وویل: چې هېواد  مو با استعداده او پوه ځوانانو ته اړتيا لري او له تاسو څخه غوښتنه کوم چې د عصري علومو ترڅنګ اسلامي زده کړو ته هم جدي پاملرنه وکړئ.
په پای کې د پوهنې ریاست رهبری شته ستونزو ته په اشاره وویل: د اسلامی امارت د پوهنې وزارت رهبری هوډ لری چې شته ستونزو ته د حل لازمې لاری چاري برابری کړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS