د میدان وردګو ولایت د اول بابا لېسې د زده کوونکو فراغت لمانځغونډه وشوه
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د اول بابا لېسې له د ۱۲ ټولګي څخه د ۹۸ تنو زده کوونکو د فراغت په ویاړ غونډه جوړه شوه.
په پیل کې ديادی لیسی آمر محمد بشیر بیان مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زده کوونکو او د هغوي کورنیو ته د فراغت په ویاړ مبارکۍ وړاندي کړه هغوي په خپلو خبر کې وویل: چې تر دی مهاله له یادی لیسی څخه ۹ دورې زده کوونکي فارغ شوی چې ټول یی لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته لاره مندلی چې د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې بوخت دی. همدا شان یی په زده کوونکو غږ وکړ، چې د سترو برياوو د ترلاسه کولو لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
محمد بشیر بیان زیاته کړه: اول بابل عالي لېسه ۲۰۰۰ زده کوونکي لري، چې په دوو ټایمو کې د ښوونکو له خوا ورته تدريس کېږي، خو د ښوونکو کمښت او نوری ستونزو یادونه یی هم وکړه.
ورپسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوول انعام الله طارق خبرې وکړې او فارغ زده کوونکو ته یې د فراغت مبارکي وویله او له ښوونکو یې وغوښتل چې خپلې مقدسی دندې په اسلامي روحیه ترسره کړي او د وطن بچیانو ته په ملي او اسلامي برخو کې روزنه ورکړي.
په پای کې پر زده کوونکو باندي د فراغت سندونه وویشل شول او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
