د بغلان ولایت د ښوونکو د ښوونې او روزنې ریاست ته نوی رییس معرفي شو
د بغلان پوهنې رییس لخوا د ښوونکو د ښوونې او روزنې ریاست لپاره نوی رییس محمداکبر احمدزي د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو کار کوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې یی پیل کړې.
د پوهنې رییس محمدنور عزیزي د مخکني سرپرست رییس کاري هڅې وستایلې او نوی رییس ته یی د مبارکی تر څنګ په چارو کې د بریا یادونه وکړه هغوی زیاته کړه چې اوس په هیواد کې ددې وخت رارسېدلې چې پوهنیزو او علمي ادارو ته وړ او په کار پوه مسلکی کسان د مسؤلینو په توګه په دندو وګمارل شي څو علمې چارې ښې تنظیم او د نوي نسل د روزنې برخه لا پیاوړې شي.
په یاده غونډه کې د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل چې اوس اوس په هیواد کې وړ کسان په دندو باندې ګمارل کیږي څو ادارې د تخصص پر اصل ولاړې شي او په دې سره علمي چارې وده وکړي.
په اخیر کې نوي ټاکل شوي ریس محمداکبراحمدزی ژمنه وکړه چې د ښوونکو د ښوونې او روزنې مرکز به نور هم فعاله، دخپل توان او طاقت مطابق به را سپارل شوي چاری سمبال او معیاري پوهنیز خدامات به کړیدلې اولس ته وړاندې کړي.
