د کلنیو ازموینو له بهیر څخه د بدخشان پوهنې ریاست د عمومي زده کړو مرستیال څارنه
د بدخشان پوهنې ریاست د عمومی زده کړو مرستیال عبدالستار "حنفي" د یاد ریاست ښاری آمر او د ځارنې آمر سره یو ځای د مرکز فیض اباد ښار د مرکزی حوزې شهید ستایف لېسې څخه د کلنۍ ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په جریان کې پوهنې ریاست مرستیال زه کوونکي وهڅول چې ساینسی علم زده کړي او د ښوونځيو له مدیرانو او استادانو څخه یی وغوښتل، چې زده کوونکي باید په اسلامی او هېواد پالنې روحیه باندی و روزل شئ
عبدالستار حنفي وویل: که څه هم په روان تعلیمي کال کې د کرونا ویروس له کبله او په هېواد کې د روانو حالاتو او وروستیو پرمختګونو له امله په ښوونځیو کې تدریسي بهیر له ځنډ سره مخ شو، خو بیا هم اسلامي امارت وکولای شول چې په ټاکلي وخت د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.
په پای کې د پوهنې ریاست د عمومی زده کړو مرستیال زده کوونکو ته وویل: چې د هېواد او ټولنې د پرمختګ یوازینۍ لار د علم زده کړه ده، نو لازمه ده، چې تاسو ځوانان د زده کړو په حاصلو سره د افغانستان راتلونکي جوړونکي جوړ شي.
