د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې نوي آمر په کار پیل وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۹:۱۶

 د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د لیک لوست ( سواد زده کړې ) آمریت لپاره نوي ټاکل شوي آمر رسمآ خپله دنده پیل کړه. 

د نوموړي د معرفي کولو په مراسمو کې تدریسي مرستيال مولوي عبیدالله هشام، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي،د پوهنې ښاري آمر مولوي ضیاء الحق ملنګ او د دغه ریاست یو شمېر کارکوونکو برخه اخیستې وه. 

د سواد زده کړې نوی ټاکل آمر مولوي سردار احمد اخند زاده نومیږي، چې د پوهنې وزارت له خوا نوی پر دغې دندې ګومارل شوی دی. 

هغه له دې مخکې د پوهنې په برخه کې ځینې نورې دندې هم ترسره کړي او د اسلامي او عصري علومو په برخه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې لري.

د لوګر د پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې د کارکوونکو تغیرول او تبدیلول د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ او له نوي آمر څخه یې د ښو خدمتونو هیله وکړه. 

د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زده کړې نوي ټاکل شوي آمر سردار احمد اخند زاده د خپلې دندې د پیل پر مهال لوګریانو ته د ښه خدمت ژمنه ورکړه او ویې ویل، چې نالوستو کسانو ته به د سواد زده کړې په برخه کې لا زیاتې زمینې برابرې کړي.   

د یادونې وړده،چې له دې وړاندې هم د لوګر د پوهنې ریاست د تدریسي، اسلامي، مالي او اداري چارو نوېو آمرانو خپلې دندې رسمآ پیل کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS