د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون له مشر سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۹ - ۱۱:۴۲
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون له مشر سره وکتل

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله (منیر) او مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د پوهنې وزارت د دفتر عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د ښوونې او روزنې معینیت د دفتر مسئول مولوي عزیز احمد(ریان)، د نړیوالو اړیکو د ریاست رئیس استاد وحیدالله (هاشمي) او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس ډاکتر نظرمحمد (عرفان )شامل وو، د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون له مشر ښاغلي  (Necephor Mghendi) او مل هیئت سره چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون د پروګرامونو د هماهنګي مسئوله اغلې (نور حیاتي احمد) او د افغانستان لپاره ددې فدراسیون  د حفظ الصحې د پروګرام مسئول ښاغلي ډاکتر عبدالخالق (امیني) شامل وو، د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی ښاغلي نیسفور په افغانستان کې د سره صلیب د فدراسیون په فعالیتونو رڼا واچوله او په راتلونکو کې یې د نورو خیریه کارونو په تیره بیا په ښوونځیو کې د حفظ الصحې د سیستم د پیاوړتیا لپاره خپل پلانونه تشریح کړل. وروسته د پوهنې سرپرست وزیر لومړی د افغانستان د خلکو ستونزې او مشکلات بیان کړل او ددې مشکلاتو د حل لپاره یې خپله ژمنتیا وښودله او هم یې د سره صلیب فدراسیون دې ته وهڅاوه چې د هیواد د تعلیمي سیستم د پیاوړتیا په تیره بیا په ښوونځیو او تعلیمي مراکزو کې د حفظ الصحې د پروګرامونو د پراخولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي .

وروسته د پوهنې وزارت د دفتر رئیس محترم همت اخندزاده د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د سره صلیب فدراسیون دې د خپلو فعالیتونو ساحه نوره هم پراخه کړي او په دیني مدارسو او دارالحفاظونو کې هم د حفظ الصحې پروګرامونه پیل کړي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS