د غور ولایت پوهنې ریاست سره روغتیايي توکي مرسته شول
پوهنې وزارت، غور: غور ولایت کې ورلد ویژن (world vision) موسسې د خپلو همکاریو په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست سره روغتیايي توکي مرسته کړل.
د غور د پوهنې ریاست سرپرست استاد میراحمد حسیني ، د ورلد ویژن دفتر د هر اړخیزې همکارۍ قدرداني وکړه او دا یې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره مثبت ګام وباله.
په دې روغتیايي توکو کې، ۷۵۰۰ دانې ماسکونه او ۱۸۰ بوتله د ضدعفوني مواد شامل دي، چې د ورلد ویژن دفتر د مسوولینو لخوا د پوهنې ریاست ته وسپارل شوه، چې د پوهنې ریاست د روغتیا مدیریت له لوري به د یاد ریاست کارکوونکو ته وویشل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ورلد ویژن دفتر د غور ولايت پوهنې ریاست سره په بیلا بیلو څانګو کې همکاري کړې ده.
