د ډاډګيرنې پيغام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۲
پیام تسلیت 

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د هيواد پياوړې ښوونکې آغلې پروين عظيمي د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ميرمن عظيمي د دري ادبياتو څانګه کې ماسټري کړې وه، او د امريکا متحده ايالاتو کې يې د اشاره يي او درمانې ژبې برخه کې څلور کلنه زده‌کړيزه دوره پاى ته رسولې وه.

نوموړې د افغانستان د معارف کورنۍ ريښتينې خدمتګاره وه، چې د کتابونو د تاليف برخه کې يې خورا اغيز ناک رول درلوده، د آغلې پروين له خورا ډيرو خدمتونو څخه يو هم د کڼو او  له دماغي پلوه وروسته پاتې ماشومانو ته د ښوونځي جوړول وول.

 د پوهنې وزارت مشرتابه، د ميرمن عظيمي مړينه د پوهنې کورنۍ ته يوه ستر ضايعه ګڼي، کورنۍ ته يې د زړه له تله تسليت وړاندې کوي او نوموړې ته د خداى پاک له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS