د ډاډګیرنې پیغام
ښه هغه چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندى تل څوک
په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت ارشد مشاور فضل احمد حيدري د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.
(انا الله و انا اليه راجعون)
استاد فضل احمد حيدري په کال ۱۳۳۲ د لوګر ولايت په يوې دينداره کورنۍ کې زيږيدلى، د ښوونځي تر پاى ته رسولو وروسته يې د کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د دري ادبياتو څانګه کې د ليسانس دوره بشپړه کړه.
د تحصيلاتو تر پاى ته رسولو وروسته د ښوونځي مدير او بيا وروسته د څلورمې تعليمي حوزې آمر وګمارل شو.
همدارنګه ښاغلى استاد د پوهنې وزارت د بيلابيلو برخو مشاور او همداراز د ياد معينيت تدريسي مرستيال هم پاتې شو وه، په اوس وخت کې نوموړى د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معينيت ستر مشاور وه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د نوموړي مرګ د پوهنې ډګر کې يوه ستره ضايعه ګڼي چې کله به هم دا تشه ډکه نه شي، په دې ستر غم کې د نوموړي کورنۍ سره ځان شريک ګني او مرحوم ته د خداى پاک له درباره فردوس جنت او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړي.
