هرات ولایت کې د درسي کتابونو راټولولو کمپاین ګړندی روان دی
پوهنې وزارت، هرات : په دې وروستیو کې د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د "زما کتاب ستا لپاره " تر عنوان لاندې د کتاب راټولولو کمپاین پیل شوی، چې تر دې دمه له سل زرو ټوکو څخه ډیر درسي کتابونه په داوطلبانه ډول د زده کوونکو لخوا راټول او پوهنې ریاست ته سپارل شوي.
د هرات ولایت پوهنې رئیس ذکریا رحیمي د کورنیو، زده کوونکو، خیریه بنسټونو او سوداګرو دغه کار وستایه او مننه یې ترې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې یاد کمپاین د خلکو او زده کوونکو لخوا په ښه توګه بدرګه شو، نو له دې امله د نوموړي کمپاین موده د یوې اوونې لپاره وغځول شوه.
