زده کوونکو ته د قرطاسیې وېشلو لړۍ پیل شوه
د پوهنې وزارت، پکتیا : د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یونیسف موسسې په مرسته د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د قرطاسیې وېشلو لړۍ پیل کړه، چې په دې لړۍ کې (۲۳۰۰۰) زده کوونکو ته بکسې، (۹۲۳) کڅوړې تدریسي مواد او (۹۲۶) کڅوړې د ښوونکو د اړتیا وړ تدریسي مواد وویشل شول.
د قرطاسیې د وېش پر مهال د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي او د یادو موسسو استازو هم شتون درلود، چې په دې ترڅ کې استاد کوچي ځاځي د اړوندې برخې له آمرینو او د ښوونځیو له مدیرانو وغوښنتل څو ویش په عادلانه ډول او بشپړ شفافیت سره ترسره کړي.
