فراه ولایت کې ښوونکي په نقدي او معنوي ډالیو وستایل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۱:۳۲
فراه ولایت کې ښوونکي په نقدي او معنوي ډالیو وستایل شول

پوهنې وزارت، فراه: فراه ولایت کې د شپې ليسې ښوونکي چې په افتخاري توګه له هر ډول امتياز پرته د يادې لیسې زده کوونکو ته درس ورکوي، د دوی د ښو کړنو او همکارۍ په پار د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري په نقدي ډالیو او ستاینليکونو وستایل شول، دا په داسې حال کې ده، چې د فراه د پوهنې ریاست د ښوونکو له کمښت سره مخ دی او د يادې ستونزې د حل په موخه یې دا افتخاري ښوونکي جذب کړي دي.

په هغه غونډه کې چې د یادو ښوونکو د هڅونې په موخه جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مشرتابه او د يادې لیسې ښوونکو او مدیره هیئت ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د ښوونکو په استازولۍ مولوي نورالدين خبرې وکړې او وې ويل: ښوونکی د هغې ډیوې په څیر دی چې خپله سوځي خو ټولنې ته رڼا وربخښي او د نوي نسل په روزنه کې هلې ځلې کوي، ښوونکی د ښوونیز نظام د ملا شمزۍ ګڼل کیږي.

همداراز نوموړي د پوهنې د مشرتابه کړنې او هلې ځلې وستایلې او د وزارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل څو د ښوونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنې رئيس استاد وحیدالله شیراني، زده کړیيز بهیر کې د ښوونکو هلې ځلې وستايلې، هغوی یې د ټولنې رښتیني خادمین وبلل او زیاته یې کړه: زه د هغو ښوونکو منندوی یم چې له هر ډول امتیاز پرته یې اته میاشتې زده کړییز بهیر جاري ساتلی او د هیواد بچیو ته یې خدمت کړی.

پاتې دې نه وي، چې تیارې شوې ډالۍ د یاد ښوونځي ۲۷ تنه نارینه او ښځینه ښوونکو ته ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS