د نوي ښوونيز کال په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرستې پيغام
ډيره خوشحاله يم چې د نوي ښونيز کال په مناسب خپلې او د پوهنې وزارت د مشرتابه نيکې هيلې تاسو درانه اولس او په ځانګړي ډول ښوونکو، زده کوونکو او د علم او پوهې د قافلى غړو ته وړاندې کوم.
د خداى تعالى له درباره غواړم څو نوى ښوونيز کال ټول اولس او په ځانګړي ډول د پوهې لارويانو ته د سولې او امن کال وي او نور په کور دننه د جګړې او نورو وژونکو پيښو شاهدان نه اوسو، څو خپلې اساسي موخې چې په ليريو پرتو سيمو کې ښوونځيو ته د ماشومانو جذبول او هغوى ته د ښوونيزو چوپړتياوو وړاندې کول دي؛ پلې کړو.
د وياړ ځاى دى چې د پوهنې ګړندى کاروان لا هم پرمختيايي بهير لري چې په ۱۳۹۹ کال کې ۹٬۷ ميليونه زده کوونکو د پوهنې وزارت تر سيوري لاندې زده کړې کړي دي.
همدارنګه هوډ مو کړى چې په نوي ښوونيز کال کې د ټول هيواد په کچه د يو ميليون نويو زده کوونکو په جذب او د ۱۰۰۰ نويو ښوونځيو په جوړولو سره به خپلې پرمختيايي خپرونې د ښوونيز نظام د لا بډاينې په پار پلې کوو.
له بل اړخه د پوهنې منظم او معياري پرمختګ د واحد تعليمي نصاب، د مسلکي ښوونکو شتون او د خوندي چاپيريال رامينځته کولو سره تړلى دى او د پوهنې وزارت د کيفت او کميت د لوړولو په موخه او يادو نورو موخو ته د رسيدو په پار خپلې هلې ځلې ترسره کوي.
هيره دې نه وي چې د ټولو برياوو او لاسته راوړنو سره، سره، لا هم د پوهنې د پرمختګ برخه کې ځينې ستونزې، ننګونې او خنډونه شته چې کله ناکله زموږ پرمختيايي خپرونې له خنډونو سره مخامخوي، د پوهنې وزارت مشرتابه د يادو ستونزو او خنډونو ليرې کولو لپاره تل مدام هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو شخصيتونو، د زده کوونکو د کورنيو غړيو او د ښوونکو ونډه خورا مهمه او اغيزناکه ګڼي او له ټولو څخه هيله کوي چې د يادو خنډونو او ننګونو د ليرې کولو په پار د پوهنې وزارت ملاتړ وکړي.
په پاى کې يو ځل بيا د نوي ښوونيز کال پيليدل د افغانستان ټول اولس ته مبارک وايم، د ښوونځيو له چارواکو، ښوونکو او د پوهنې د کورنۍ له غړيو هيله کيږي څو د نوي ښوونيز کال په پيل سره، د ښوونيزو پروګرامونو د پلي کولو، د پوهنيز نظام د پياوړتيا او پرمختګ او د ماشومانو د ښې روزنې په پار خپلې هلې ځلې و نه سپموي او په ټول ځواک سره، د هيواد د بچيو د ښوونې او روزنې برخه کې خپل ملي او ديني دين پر ځاى کړي.
په درنښت
رنګينه حميدي
د پوهنې وزارت سرپرسته
