د پوهنې وزارت سرپرستې د خوست ولايت له والي سره ليدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۵۹
د پوهنې وزارت سرپرستې د خوست ولايت له والي سره ليدنه وکړه

پوهنې وزارت، کابل:د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي د خوست ولايت والي ښاغلي مومند کټوازي، شهزاده ځاځي، لطيف ژوندي او اسدالله احمدزي سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دغې ليدنه کې د خوست والي په ياد ولايت کې د اصلاحاتو، پرمختګونو، د پوهنې برخې پر ستونزو او په ځانګړي ډول د ښوونې پر کيفيت، د درسي کتابونو پر کمښت، د مسلکي ښوونکو پر کمښت او نجونو لپاره د ښوونځيو نه شتون په اړه خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت سرپرستې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې د ياد ولايت د والي هلې ځلې وستايلې او مننه يې ترې وکړه او زياته يې کړه: له بده مرغه په ياد ولايت کې د پوهنې برخه کې لا هم ستونزې او خنډونه شته، خو د پوهنې وزارت به د يادو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کوي.

همداراز آغلې رنګينې حميدي زياته کړه: د پوهنې وزارت هڅه کوي څو ښوونې او روزنې ته د لاسرسي په برخه کې انډول په پام کې ونيسي.

د خوست والي د پوهنې وزارت له مشرتابه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې له ياد وزارت سره به، په ټولو برخو کې همکاري کوي او د ښوونې او روزنې برخه کې به خپلې هلې ځلې نه سپموي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS