دفراه پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال دکړنو راپور ديوې غونډې په ترځ کې خلکو ته وړاندې کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۴:۵۴
دفراه پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال دکړنو راپور ديوې غونډې په ترځ کې خلکو ته وړاندې کړ

د پوهنې وزارت، فراه: د فراه د پوهنې رئیس وحيدالله شيراني د یاد ولایت د پوهنې ریاست د تېر ۱۳۹۹ مالي کال د کړنو په اړه خلکو ته د رسنیو په وړاندې راپور ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې دفراه ولایت ټول ادارات دجمهور رئیس دهدايت پر بنسټ د يوې غونډې په ترځ کې چې (ملت ته د دولت دحساب ورکولو) تر عنوان لاندې جوړه شوې وه دخپلو یو کلنو ګړنوحساب ورکړ.

په یاده غونډه کې دفراه ولایت والي ستر جنرال تاج محمد جاهد، ولايتي شورا رئيس داد الله قانع د ملکي اداراتو رئيسانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او د مدني ټولنو غړو ګډون درلود.

د فراه د پوهنې رئيس وحيدالله شيراني د یادې غونډې برخه والو ته د تېر مالي کال په لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو مفصلې خبرې وکړې.

هغه وویل، چې په یاد کال کې د پوهنې سکتور د ښه والي، ودې او شته ستونزو د هواري په موخه ښه پلانونه او پروګرامونه پلې شوي دي.

د پوهنې رئیس د حساب ورکونې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې سکتور د لا ودې او پرمختګ لپاره به عملي ګامونه پورته کړو.

د راپور په پای کې، پوهنې رئیس د خلکو او سیمه ییزو چارواکو څخه په معارف کې د شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .

غونډه د والي لخوا د پوهنې ریاست د کړنو تر ارزولو او ولایتي شورا د رئیس په وينا پای ته ورسیده او همدارنګه د ولایتی چارواکو لخوا د پوهنې په برخه کې د موجوده ستونزو او ننګونو د حل په موخه د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وشوه .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS