په سمنګان ولایت کې دښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړشو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۸
په سمنګان ولایت کې دښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړشو

د پوهنې وزارت، سمنګان: د سمنګان ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره د اشاري ژبې او بریل لیک په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

دغه ورکشاپ د سویډن کمیټې په مالي مرسته او سمنګان ولایت د پوهنې ریاست په همکاري جوړ شوي، چې د ایبک ښار مرکزي ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو به پکې ګډون و لري.

د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس عبدالمتین سروري د اشارې ژبې او بریل لیک په اړه د دې روزنیز ورکشاپ له تنظیم کوونکوڅخه مننه وکړه او د دې ورکشاپ له ټولو برخه والو څخه یې وغوښتل ترڅو په دې ورکشاپ کې د پام وړ اړین مهارتونو زده کړې.

پوهنې رییس زیاته کړه، پوهنې وزارت ژمن دی تر څو د افغانستان ټولو اتباعو ته یو شان تعلیمی اسانتیاوی برابری کړی او همدا راز یی د معلولینو پر ځواکمنتیا ټینګار وکړ او د معلولو زده کونکو لپاره یی د سیمینارونو جوړول ښه تعلیمي فرصت و باله.

د یادونې وړ ده چې د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونکو او کارمندانو ظرفیت لوړولو لپاره د روان کال له پیل راهیسې د ظر فیت لوړولو په برخه کې د زیات شمیر ښوونکو او د څارنې غړو لپاره ورکشاپونه جوړ شوی .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS