د لوګر څلور ښوونکي په مډال او ستاینلیکونو وستایل شول

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲
د لوګر څلور ښوونکي په مډال او ستاینلیکونو وستایل شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت څلور تنه نارینه او ښځینه ښوونکي د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني په رالېږل شوي مډال او ستاینلیکونو وستایل شول.

د یادو ښوونکو د ستاینې په غونډه کې د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي، د پوهنې ریاست کارکونکو او ستایل شوېو ښوونکو برخه اخیستې وه.

په ستایل شوېو ښوونکو کې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو لېسې ښوونکی میر محمد یونس، د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې ښوونکی نعمت الله، د بي بي فاطمې او محمدآغې د نجونو لېسو دوه ښځینه ښوونکې شامل دي.

په یاده ستاینغونډه کې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو لېسې ښوونکي میر محمد یونس ته د ولسمشر له لوري د غازي میر بچه خان رالېږل شوی عالي دولتي مډال او پاتې دریو نورو ښوونکو ته د لومړۍ او دویمې درجې ستاینلیکونه ورکړل شول.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو ښوونکو پر ستاینې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ښوونکي ولسمشر د ښه خدمت په بدل کې ستایلې دي.

هغه وویل، چې دغه ویاړ یواځې د یادو ښوونکو نه، بلکې د لوګر د ټولو ښوونکو دی او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به ځینې نور ښوونکي هم ورته وستایل شي.

د یادونې وړده، چې په تېرو کلونو کې هم د لوګر یو شمېر ښوونکي د ولسمشر او پوهنې وزارت له خوا په مډالونو او ستاینلیکونو ستایل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS