د کندز د پوهنې ریاست د یوې غونډې په ترځ کې د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ اجراأتو راپور وړاندې کړ
د پوهنې وزارت، کندز: د کندز پوهنې ریاست مشر تابه د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ کال اجراأت او د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د پلان تشریح او د خلکو د ملاتړ را جلب کولو په موخه د ولایت والی عبدالستار میرزکوال، د پوهنې رییس نجیب ثاقب، د ولایتي شورا غړو، د مدني ټولنو غړو، د سیاسي احزابو استازو او ښځو پکې ګدون درلود لویه غونډه جوړه کړه.
غونډه د پوهنې ریاست د دوه کلن فعالیتونو په اړه د ویډیو راپور په نشرولو سره پیل شوه.
د پوهنې رییس نجیب ثاقب د زیربناوو، د پوهنې کیفیت، بشري سرچینو، همغږي او په وخت حساب ورکول د متوازن پراختیا د پلي کیدو په اړه خبرې وکړې. او د ولایت د مقام، همکارو موسسو او خلکو یي مننه وکړه او برخه والو ته یې د راتلونکي کال د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د ولایت مقام، ولایتي شورا، همکارو موسسو او مدني ټولنو استازو د کندز ولایت د پوهنې وضعیت ښه کولو او د دې ریاست لخوا وړاندیز شوو برنامو پلي کولو کې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د غونډي په وروستیو کې د کندز والي، عبدالستار میرزکوال د ښوونې او روزنې سیستم د ټولنې اساس او د دې ریاست په بیلابیلو برخو کې ترسره شوي فعالیتونه یوه لویه لاسته راوړنه وګنله او پوهنې ریاست یې د ستاینلیک او افتخاري بیرق په ورکولو سره وستایل او ژمنه یې وکړه چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست څخه به ملاتړ کوي.
