د لغمان پوهنې ریاست کې د یو باب جومات د جوړیدو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۳
د لغمان پوهنې ریاست کې د یو باب جومات د جوړیدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان پوهنې ریاست په انګړ کې د یو محراب مسجد د بنسټ ډبره د ولایت د مقام مرستیال الحاج شهزاده مظلوم يار، د پوهنې رییس عبدالله حمیدي او د یو شمېر ادارو د مسوولینو په شتون کې کیښودل شوه.

د پوهنې رئيس عبدالله حميدي د معلوماتو له مخې ياد مسجد به په ۱۲۰ متره مربع ځمکه کې د همدې رياست د کارکوونکو په مالي امکاناتو جوړېږي، چې په يو وخت کې به د ۱۲۰ لمونځ کوونکو ګنجایش ولري.

همدارنګه د لغمان مرستيال والي الحاج شهزاه مظلوم يار د پوهنې د رئيس او همکارانو څخه يې مننه وکړه، چې په خپلو شخصي امکاناتو يې د ياد مسجد د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودله . هغه وويل خپله به هم د ياد مسجد د جوړېدو په برخه کې مالي همکاري وکړي او له نورو مسوولينو يې هم وغوښتل، چې د خپلې وسې په اندازه دې د دې مسجد د جوړېدو په برخه کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د ولایتونو د پوهنیزو کړنو په تړاو څو لنډ خبرونه

میدان وردګ

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ د میدان وردګ ولایت په چک، نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې، د ښوونځیو یو زره ۵۰۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ.

لغمان

د لغمان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له لوري، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند په حیدر کلي کې د «حیدر لېسې» د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

د ولایتونو ځینو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه

خوست

د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني، د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د پوهنې له يو شمېر مسئولينو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او له هغوى سره يې د هېواد بچيانو د. . .

BACK TO NEWS