په غزني ولایت کې د پنځم او شپږم بستونو ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت، غزنی: د غزني ولایت د ښوونکو او ملکي کارکوونکو د پنځم او شپږم بستونو آزموینه د نوموړي ولایت د اسلامي ثقافت په مرکز کې واخیستل شوه.
د ازموینې په پیل کې د غزني ولایت د والې مرستیال محمد امین مبلغ خبري وکړي او یادونه یې وکړه چې د دغه لارې نه به ښه او وړ کسان د دولت کاري سیستم ته جذب او خلګو ته به د خدمت جوګه وګرځي.
همدارنګه په غزني ولایت کې د اداري اصلاحاتو رئیس صفی الله سلطاني، له کابل څخه د راغلي هیئت په نمایندګي عبدالشکور داور او د غزني ولایت د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري هر یو په خپل نوبت د دغې پروسې د بشپړ روڼتیا او شایسته سالارې ټنګار وکړ، او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چي هغه کسان به په دغه آزموینه کې بریالې شي چي لوړې نمري تر لاسه کړي.
د یاده ولو وړ ده چي په یاده آزموینه کې ۴۱۴۲ تنو په ۸۳۴ بستونو کې چې ۷۸۵ يې د پوهنې ریاست اړوند دې ګډون درلود، چې د پایلو له اعلانولو وروسته به د زیاتو نمرو تر لاسه کړې کسان په یادو بستونو کې په دندو وګمارل شي.
