د پوهنې وزارت په نویو اصلاحاتو کې د اسلام مرکزي رول یا ونډه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۳۳

د مسلمانو ټولنو لپاره ښوونه او روزنه یو حتمي او ضروري عمل بلل کیږي، ځکه حضرت محمد “ صلی الله علیه وسلم “ ښوونه او روزنه لازمي بللې. په یو مشهور حدیث کې حضرت محمد “ صلی الله علیه وسلم “ داسې فرمایلي:

طَلَبُ العلم فَرِيضَةٌ علي كُلِّ مُسْلِمٍ، ( د علم زده کړه پر هر مسلمان باندې فرض ده) سنن ابن ماجه ۲۲۴. علماو دغه حدیث په دې توګه تشریح کړی. لومړی، دغه فرضیت د نافع علومو لپاره دی چې خلک الله (ج) ته نږدې کوي.

دویم، دغه علوم دوې سرچینې لري، چې لومړۍ یې الهي وحې او دویمه یې انساني تجربې جودوي. په عمومی توګه علم یا علوم په دوه کتګوریو ویشل کیږي. لومدۍ کتګوري یې د فرض عین علوم دي چي د هغو ترلاسه کول پر هر عاقل او بالغ مسلمان فرض ګڼل کیږي.

دویمه کتګوري یې د فرض کفایي علومو په نامه یادیږي، چی فرض کفايي علوم پر ټولو مکلفینو فرض ګڼل کیږي، خو که چیرې یو تعداد کسان دغه علوم ترلاسه کړي د نورو له غاړې بیا ساقط کیږي، ولې که چیرې یو تعداد کسان فرض عین علوم ترسره کړي د نورو له غاړې د دغه علومو ترسره کیدنه نه ساقط کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۷
Background image

د پوهنې وزارت خبرتيا

د آسيا پسفيک مرکز په پام کې لري، چې د نړيوالې پوهې(EIU) او د ښاري فرهنګ (GCED) د زده کړې برخه کې، په انلاين ډول د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ مياشتې له ۱۵ نيټې څخه تر ۲۵ نيټې پورې ورکشاپ جوړ کړي.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

لوګر کې د هلکانو یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې د شهید غلام محمد د هلکانو لومړني ښوونځي ته جوړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست د استازو تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۳:۳
Background image

د ډاډګیرنې پیغام

د افغانستان د معارف يو بل ستورى هم پريوت

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د ساينسي علومو تکړه ښوونکي نظر زلمى د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.

(انا لله و انا الیه راجعون)

است. . .

BACK TO NEWS