په پکتیا کې د يو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۲:۱۰
په پکتیا کې د يو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ د رامک کلا منځني ښوونځي ودانۍ د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په وینا یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت پراختیایي بودیجې له لورې په یو پوړ کې جوړ ه شوي، چې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، کمپیوټر لب، د احاطې دیوال، د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو ځاه او نورې اړینې اسانتیاوي شامل دي.

د یادولو وړ ده چې؛ سږ کال نه یواځې ګڼ شمیر ښوونځي ترمیم بلکې د یو شمیر زیاتو ښوونځيو جوړولو چارې دوام لري چې، ځینې یي ګټې اخستنې ته هم سپارل شوي دي. د ځينو بودیجه د ښار جوړونې وزارت او د ځينو بیا د پوهنې وزارت له لوري ورکول کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو صحې سیسټم جوړ شو، چې له امله یې له ۷۵۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

ب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګيو لپاره د تعلیمي کچې معلومولو ۱۴م پړاو ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS