پکتیا کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۳:۲۹
پکتیا کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د شاه کاریز منځني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره د پوهنې رییس، د ښار جوړونې او ځمکو ریس انجنیر رحیم افعان او یو شمیر چارواکو په ګډون کېښودل شوه.

د ښارجوړونې او ځمکو رئیس محمد رحیم افغان په وینا د دزرمت ولسوالۍ اړوند د شاه کاریز ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودیجي څخه د ۱۹ میلیونه افعانیو په لګښت د ۱۵ کاری میاشتو په موده کي جوړیږي، چې ۶ درسي ټولګي، کمپیوټر لېب، ۲ اداري خونې، د برښنا او اوبو سیستمونه او احاطوي دېوال به ولري.

د پوهنې رئیس کوچي ځاځي د ولایتي ادارې له مشرتابه د پکتیا د هغو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره مننه وکړه چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. نوموړي وویل چې د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه والي لپاره به دغه ریاست ځانګړې پاملرنه وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو صحې سیسټم جوړ شو، چې له امله یې له ۷۵۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

ب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګيو لپاره د تعلیمي کچې معلومولو ۱۴م پړاو ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS