لغمان کې د قراردادي ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست او CWSA مٶسسې له لورې د کلیوالۍ ټولګیو د ښوونکو د ګومارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه.
په دغه آزموینه کې چې د لغمان ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې واخیستل شوه پکې ۱۹ تنو د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې ۷ تنه د کلیوالۍ د ټولګیو لپاره د ښوونکو په توګه د CWSA مٶسسې له لوري او د دوی په مالي مرستې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر دندو وګمارل شي.
د پوهنې رياست مالي او اداري آمر صلاح الدين خالد د يادې موسسې له مسولينو مننه وکړه چې په اړين وخت کې دوی د معارف سره لاس ورکړ او د دوی څخه یې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
همدارنګه په ختيځ زون کې د يادې موسسې مسوول اسمعيل ستانکزي ژمنه وکړه چې مونږ به د لغمان معارف سره په بیلا بیلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
