د لوګر خلکو ښوونځیو جوړولو ته ۴۰۰ جریبه ځمکې ورکړي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت اوسېدونکو په تېرو ۲۰ کلونو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره شاوخوا ۴۰۰ جریبه خپلې ځمکې وقف کړي دي.
یادې ځمکې د مرکز پل علم په ګډون د محمدآغې، بره کي برک، څرخ، خوښۍ، ازرې او خروار ولسوالیو کې ورکړل شوي دي.
دغه ځمکې د پوهنې وزارت او پوهنې ریاست له هڅولو وروسته دیني عالمانو، قومي مشرانو او یو شمېر میرمنو په وړیا ډول ورکړې دي.
د ورکړل شویو ځمکو تر نیمایي ډېره برخه کې ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي، چې په پاتې ځمکو کې به هم ډېر ژر ودانۍ جوړې شي.
په لوګر کې د ۲۷۳ ښوونځیو له جملې څخه ۱۵ ښوونځي لاهم د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکې نه لري، خلک هڅول شوي، څو دغو ښوونځیو ته هم ځمکې ورکړي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د دغه ولایت د خلکو د یاد کار ستاینه کوي او وایي، چې دغو ځمکو د ۲۵۸ ښوونځیو د ځای نشتوالي ستونزه حل کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې د لوګر خلکو نه یواځې د پوهنې له بهیر سره د ځمکو په برخه کې بلکې په یو شمېر نورو برخو کې یې هم ډېرې مهمې مرستې کړې دي.
هغه وویل: له خلکو سره یې ځمکو نه لرونکو ښوونځیو ته د ځمکو پیدا کولو په هدف خبرې کړي، چې ډېر ژر به دغو ښوونځیو ته هم د خلکو له لوري ځمکې ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر ځینو نورو اوسېدونکو بیا د تېرو ۲۰ کلونو په موده کې د چندو پر پیسو ښوونځیو ته درسي صنفونه جوړکړي، د لمریزې برېښنا واټرپمونه یې فعال کړي، نیالګي یې کېنولي اوهم یې د زده کوونکو لپاره میزونه، څوکۍ او ځینې نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
