په کندهار کي نوی ښوونیز کال رسمآ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۸:۴۰
په  کندهار ولایت کي  نوی ښوونیز کال  په شاندارو مراسمو پیل شو او د ولایتي مسؤلینو لخوا د تعلیمي کال زنګ ووهل شو.  هغه مراسم چې په همدې موخه د زرغونې انا اول نمبر لیسې په جمنازیوم کي جوړ شوي وه د پوهنې د رئیس پوهنیار محب احمد روښان  ترڅنګ د کندهار مرستیال والي فیصل شیرزی ، د ولایتی شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزول، ړ ولایتي شورا غړی عطالله عطا، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید مقتدا میران، د ملکي ادارو رئیسانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، د ښاري ښوونځیو آمرینو او مدیرانو، ښوونکو او په سلګونو زده کوونک

په کندهار ولایت کي نوی ښوونیز کال په شاندارو مراسمو پیل شو او د ولایتي مسؤلینو لخوا د تعلیمي کال زنګ ووهل شو.

هغه مراسم چې په همدې موخه د زرغونې انا اول نمبر لیسې په جمنازیوم کي جوړ شوي وه د پوهنې د رئیس پوهنیار محب احمد روښان ترڅنګ د کندهار مرستیال والي فیصل شیرزی ، د ولایتی شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزول، ړ ولایتي شورا غړی عطالله عطا، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید مقتدا میران، د ملکي ادارو رئیسانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، د ښاري ښوونځیو آمرینو او مدیرانو، ښوونکو او په سلګونو زده کوونکو گډون درلود.

په پیل کي د پوهنې رئیس پوهنیار محب احمد روښان ګډونوالوته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوي تعلیمي کال مبارکي ټول کندهار ولس او په خاصتآ ښوونکو او زده کوونکو ته وویل.

د پوهنې رئیس زیاته کړه که څه هم په کندهار کې د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو بيا هم په تیر تعلیمي کال کې مو ډیري مهمې لاسته را وړنې درلودي لکه د نوي تشکیل ترلاسه کول، د اقرا برنامې د لاري د یو شمېر ښوونځيو د پاره د تعمیرونو جوړښت او د تدریسي کتابونو را انتقال هغه څه دي چي د پوهنیز بهیر د لا پياوړتیا په موخه ترسره شویدي.

د پوهنی رئیس په خپلو خبرو کي راتلونکي پلان ته په اشارې سره وویل هڅه به وکړو ترڅو هغه بستونه چي نوي اعلان ته ځي وړ او مسلکي کدرونه پکښي استخدام کړو په لیري پرتو ولسوالیو کي به د ولس په همکارۍ تعلیمي مراکز فعال کړو ترڅو د هغه سیمو د ماشومانو د پاره هم د زده کړي زمینه برابره شي دغه راز به د اقرا برنامې د لاري د نورو هغو ښوونځيو د پاره چي لا اوس هم تعمیرونه نلري د جوړیدو چاري راپيل کړو، د دیني زده کړي کتابونه د وزارت مقام لخوا تر چاپ لاندي او کندهار ته به هم را انتقال شي .

د کندهار مرستیال والي فیصل شیرزي غونډي ته په خپله وينا کي، دپوهني پرمختګ وستايه او د پوهنیز بهیر د کیفیت او کمیت د لوړیدا په برخه کې د ولایت مقام په استازیتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

په غونډه کي د کندهار ولايتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال، د ولسي جرګې غړي سید مقتدا میران هم خبري وکړې او د خپلو ویناوو پر مهال یې د پوهني وزارت او د کندهار پوهني رياست د مسئولينو څخه غوښتنه وکړه، چي په ښوونځيو کې دي د پوهنې کيفيت ته پاملرنه زیاته کړي.

دوی پر خلګو ږغ وکړ چی خپل اولادونه هغه که نارینه وي یا ښځینه ښوونځیو ته واستوی ترڅو دعلم د ستر نعمت څخه برخمند شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس ننگرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ 

د پوهنې وزارت د تشکيلاتو د رٸيس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي په مشرۍ پلاوى ننگرهار ولایت ته تللی او هلته یې د پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او مسٸولینو سره ناسته ترسره کړه.
 په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني مضمونونو په برخه کې ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي پلان له مخې، د «معاملاتو» تر سرلیک لاندې د لومړۍ او دویمې برخې ازموینه، په یو وخت کې د یاد وزارت د مرکزي هستې او نورو ریاستونو له کارکوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۳
Background image

د دایکنډي ولایت په ۳ ولسوالیو کې د ښوونځيو ښوونکو او مسئولینو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه، د یاد ولایت د سنګ‌تخت، بندر، اشترلي او میرامور ولسوالیو د ښوونځيو د ۱۰۸. . .

BACK TO NEWS