د نه اوریدونکو ملی ښونځۍ د چارواکو سره د پوهنې وزارت د سرپرستې لیدنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۹:۳۰
د نه اوریدونکو ملی ښونځۍ د چارواکو سره د پوهنې وزارت د سرپرستې لیدنه

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د پوهنې په وزارت کې د میدیکا موسسي مشرې میرمن جمیلي افغاني په شتون کې د نه اوریدونکو ملی ښونځي د چارواکو سره ولیدل.

پدې ناسته کې، د میدیکا موسسي مشرې او د نه اوریدونکو ملی ښونځي غړو د پوهنې وزارت له نوي مشرتابه څخه رضایت څرګند کړ او د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د زده کړو خدمتونو د کیفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.

آغلې رنګینې حمیدي په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو او پرمختګ په برخه کې د میدیکا موسسي له همکارۍ نه مننه وکړه او وویل چې له بده مرغه په افغانستان کې د پوهنې په لاره کې لاهم ستونزې او خنډونه موجود دي خو د پوهنې وزارت معلولیت لرونکو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه لري.

هغې وویل چې ښوونه او روزنه د ټولو منل شوي حق دی او ټینګار یې وکړ د پوهنې وزارت به د ټولو لپاره د غوره تعلیم د برابرولو لپاره کار وکړي په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS