د سواد زده کړې ملي کمیټې غونډه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۹:۲۵
د سواد زده کړې ملي کمیټې غونډه وکړه

پوهنې وزارت، کابل: د جمهوري ریاست د دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش په مشرۍ د سواد زده کړې ملي کمیټې غونډه وکړه په دې غونډه کې د پوهنې وزارت ګزارش د کمیټې د مخکینیو پریکړو، د سواد زده کړې د کمیټو د ګزارشونو وړاندې کول، د بیلا بیلو دولتي ادارو د سواد زده کړې له معینیت سره د ١٣٩٨ کال د هوکړه لیکونو پلي کول، د سواد زده کړې د برنامو پلي کول, د کرونا ویروس په شتون کې د لویانو د اساسي زده کړو او سواد زده کړو د طرحې وړاندې کول او د افغانستان د راتلونکې لپاره د ښوونې او روزنې (BESAF) د ښه سیستم له برنامو څخه د ګزارشونو وړاندې کول تر غور او څیړنې لاندې ونیول شول.

په پیل کې ښاغلي دانش هیله مندي ښکاره کړه چې د نوې رهبرۍ په راتلو به د پام وړ پرمختګ د معارف په ډګر کې په لاس راشي ښاغلي دانش د سواد زده کړې له عمومي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه خو د ځینو ولایتونو ننګونو ته یې هم اشاره وکړه او پوهنې وزارت ته یې سپارښتنه وکړه چې په هغه ولایتونو کې چې د سواد زده کړې برنامې له ستونزو سره مخ دي یو کره ګزارش جوړ او د سواد زده کړې ملي کمیټې ته یې وسپاري تر څو په دې اړه لازم اقدامات وشي همدارنګه د سواد زده کړې معینیت ته دنده وسپارل شوه چې د سواد زده کړې په برخه کې د خپلو تیرو پنځو کلونو تجربې او ارزونې د خپلو پلانونو سره یو ځای د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژي پلان لپاره حکومت ته وسپاري.

همدارنګه ښاغلي دانش پوهنې وزارت ته دنده وسپارله تر څو د جینیوا کنفرانس لپاره چې په روان کال کې جوړيږي د زده کړې او سواد په اړه د افغانستان لپاره د نړیوالو د ژمنو او اجرااتو کره کزارش جوړ او د راتلونکي لپاره د هم خپلي طرحې په کې په پام کې ونیسي.

وروسته د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدي د کمیټې د تیرو فیصلو د اجرااتو په اړه معلومات ورکړل زیاته یې کړه چې د سواد زده کړې د معینیت فعالیتونه د سواد زده کړې د پراختیا په موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د سواد زده کړې معین ښاغلي سردار محمد رحیمي هم د سواد زده کړې د ولایتي کمیټې ګزارش او د ١٣٩٨ کال د هوکړه لیکونو د پلي کولو او همدا رنګه د کرونا ویروس په شتون کې د سواد زده کړې د برنامو د اجرااتو په اړه معلومات ورکړل زیاته یې کړه چې په وروستیو کلونو کې سواد زده کړې ډیره پراختیا موندلې ده او دښځو او نارینه وو د زده کړې واټن ډیر سره نږدې شوی دی همدارنګه د لویانو لپاره د سواد زده کړې نوې طرحه د سواد زده کړې د معینیت لخوا وړاندې شوه چی د لویانو د زده کړو او د سواد زده کړو د وضعیت تحلیل، موخې،په پالیسیو کې اساسي تغییرات،د ښه او مطلوب وضعیت ته د رسیدو استراتیژۍ، د جوړښتونو د اصلاحاتو دپلي کیدو پلان داهغه موضوعات وو چې په غونډه کې پرې بحث او تر څیړنې لاندې ونیول شول.

په پای کې دګډونوالو لخوا تایید او سپارښتنه وشوه چې د پلي کیدو مراحل یې د تر لاس لاندې ونیول شي په دې غونډه کې د BESAF یا د ښوونې او روزنې د ښه سیستم برنامه د افغانستان د راتلونکي لپاره چې د یونسکو د ادارې سره په همغږۍ کې پر مخ وړل کیږي غونډې ته ګزارش ورکړل شو او د یونسکو استازي ژمنه وکړه چې دتل په څیر به د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ په افغانستان کې د زده کړې د پراختیا په برخه کې به پر خپلو ژمنو ولاړ وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په تخار ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۵۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه 

د پوهنې وزارت د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د کابل ښار سيدجمال الدين افغان عالي دارالمعلمين په تالار کې له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت د تعلیمي بنسټونو ښوونکو او مدرسینو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او شپږو ولسوالیو کې په مدارسو سربېره د رسمي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د تدریسي کیفیت لوړول،. . .

BACK TO NEWS