د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د نوي کلي ښوونځي ودانیزې چارې پیل شوي
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د نوي کلي نجونو ۱۰ ټولګي لرونکي ښوونځي ودانیزې چارې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پیل شوې.
په همدې مناسبت د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي وویل: له نېکه مرغه مونږ ورځ تر بلې په ودانیزه برخه کې پرمختګ کوو، انشاالله باوري یم چې یوه ورځ به مو سل سلنه د ودانۍ کمښټ ستونزه حل شي.
ددې ترڅنګ د ښارجوړولو او ځمکو ریاست یو تن مسؤل انجنیر محمد داود عظیمي د یاد منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو اړوند زیاته کړه: د دې ښوونځي پر ودانیزو چارو به څلور ویشت میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت لخوا پر مخ وړل کيږي.
دغه راز ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې ښوونځی به په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسی ډول جوړیږي چې، د ۱۰ درسي خونو سربېره به، کمپیوټر لېب، کتابتون، اداري خونه، د ساتونکو خونه، پیاده روونه، د برېښنا او اوبو مجهز سیستمونه او احاطوي دېوال ولري.
د یادولو وړ ده چې؛ ودانیزې چارې به یې تر پنځلسو میاشتو بشپړې او ګټی اخیستنی ته به وسپارل شي
