د پوهنې وزير او د ملي ټلويزيون رئيس د لرې لارې څخه د زده كړو د بهير پر كيفيت خبرې وكړې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۲۱:۱
د پوهنې وزير او د ملي ټلويزيون رئيس د لرې لارې څخه د زده كړو د بهير پر كيفيت خبرې وكړې

د پوهنې وزارت كابل: د پوهنې وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي او د ملي راډيو ټلويزيون رئيس اسماعيل مياخيل د لرې لارې څخه د زده كړه ايزو خپرونو د پيل، د نوموړي بهير د كيفيت د ښه والي او د زده كوونكو او والدينو د رضايت د جلبولو په موخه خبرې وكړې.
دغه ليدنه چې د پوهنې وزارت په كوربه توب ترسره شوه، د پوهنې وزير ښاغلي بلخي د ملي ټلويزيون له لارې د لرې لارې څخه په منظم ډول د زده كړه ايزو برنامو په خپرولو ټينګار وكړ.
د پوهنې وزير يادونه وكړه، چې د كرونا ويروس د خپريدو د ډيروالي او په اضطراري يا بيړني حالت كې د ښوونې او روزنې د راتلو په صورت كې دغه طرحه د دريو مياشتو لپاره په پام كې نيول شوې ده ترڅو د ښوونځيو د نه پرانيستلو په وخت كې ښوونه او روزنه له ستونزو سره مخامخ نشي.
د پوهنې وزير ټينګار وكړ چې د پوهنې وزارت ژمن دى چې د تعليمي مراكزو د رخصتيو په وخت كې به د موجوده امكاناتو څخه په استفادې د ښوونې او روزنې بهير به جاري ساتي.
د ملي راډيو ټلويزيون عمومي رئيس ښاغلي مياخيل د رخصتيو او قرنطين په موده كې د ښوونې او روزنې د بهير په نه دريدو خوښي څرګنده كړه او د يادې رسنۍ لخوا يې د پوهنې وزارت سره د همكارۍ ژمنه وكړه.
مياخيل زياته كړه: ملي راډيو ټلويزيون په مركز او ۳۴ ولاياتو كې خپرونې لري چې اوس مهال دغه ظرفيت د هيواد د بچيانو د ښوونې او روزنې په برخه كې كارونې ته چمتو دى.
د يادونې وړ ده، چې ښوونيزې برنامې به په كابل كې د معارف ټلويزيون او په مركز او ۳۴ ولاياتو كې د ملي ټلويزيون له لارې خپريږي، دغه شان محلي راډيو ګانې او ځينې خصوصي ټلويزيونونه په دې برخه كې له پوهنې وزارت سره همكار دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS