پوهنې وزیر د افغانستان په ښوونیز سیسټم کې د ټکنالوژۍ د نوښتونو څخه د ګټه اخیستنې د کمپاین په پیل کې ګډون وکړ
پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د افغانستان په ښوونیز سیسټم کې د ټکنالوژۍ د نوښتونو څخه د ګټه اخیستنې کمپاین په پیل کې چې د غفور بنسټ لخوا ترسره شو، ګډون وکړ.
په دې غونډه کې چې د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلځي، د معلوماتي ټکنالوژي او مخابراتو وزیر محمدفهیم هاشمي او د پوهنې وزارت سلاکار او د رڼا ټکنالوژي شرکت اجرائیوي مرستیال ګډون کړۍ وو، د هیواد ښوونیز سیسټم دیجیتل کولو په لارو چارو او په نوي ښوونیز نصاب کې د کودینګ او مصنوعي زیرکتیا (Artificial Intelligence) داخلولو په اړه څیړنه او خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر په دې غونډه کې وویل چې په نړۍ کې د ښوونیز سیسټم د دیجیټل کیدو ته په پام سره مو د پوهنې لسیزې په لړ کې، په ښوونه او روزنه کې په نوښتونو، ابتکار جوړولو ټینګار کړۍ دۍ.
ډاکتر بلخي د هیواد په ښوونیز نظام کې د ټکنالوژۍ د نوښتونو په لاره کې د پوهنې وزارت کړنو او اقداماتو ته اشاره وکړه او په نژدې راتونکي کې په ټول هیواد کې په کمپوټر لب د ۷۰۰۰ بابه ښوونځيو مجهز کولو، په نوي ښوونیز نصاب کې د ټکنالوژي او فناوري شاملولو لکه د کودینګ او مصنوعي زیرکتیا (Artificial Intelligence) او همدارنګه په دې لاره کې د اړوندو دولتي او خصوصي برخو سره د همکاریو له پیاوړتیا څخه خبر ورکړ.
ډاکتر بلخي ټینګار وکړ چې د افغانستان ښوونیز سیسټم دیجیټل کولو او د هیواد په ښوونیز نظام کې د ټکنالوژي نوښتونو په لاره کې د عملي ګامونو اخیستلو لپاره د کورنیو او نړیوالو همکارانو ملاتړ ته اړتیا لیدل کیږي.
د معلوماتي ټکنالوژي او مخابراتو وزیر سیدفهیم هاشمي هم په دې غونډه کې د هیواد ښوونیز نظام دیجیتل کولو او کمپوټرلب او انټرنټ سره د ښوونځيو مجهز کولو لپاره د پوهنې وزارت سره په همکاریو ټینګار وکړ.
د فناوري او ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزیر سلاکار او د رڼا ټکنالوژي شرکت اجرئیوي مرستیال فرهاد غفور د هیواد په ښوونیز نظام کې د ټکنالوژي نوښتونو په لاره کې د پوهنې وزارت پروګرامونه او راغلي اصلاحات غوره او مثبت وبلل.
په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مرستیال استازي سید بلال هاشمي د ښوونځيو نښلولو پروګرام په چوکاټ کې د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اترا اداري د درې اړخیزه همکاریو پروسه تشریح کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې غونډې په پاي کې د زهرا برښنا ښوونځي روباټیک ټيم خپل نوښتونه او لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې او د یاد ښوونځي ترانه ویونکي ټيم د ښوونې او روزنې مضمون اړوند خپلې ترانې ترسره کړې.
