لغمان کې د نظارت غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند ۳۰ تنو د نظارت غړو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ د روښان په عالي لېسه کې جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د نظارت آمریت له خوا جوړ شوی، چې د بادپښ ولسوالۍ او مرکز پوري اړوند د څارنې ۳۰ تنو غړي پکې برخه لري.
د لغمان د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر محمد کريم رحيمي د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
