په خوست کې د نجونو د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو هڅې چټکېې شویدي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۱:۳۶
په خوست کې د نجونو د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو هڅې چټکېې شویدي

د پوهنې وزارت_خوست: په خوست ولایت کې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو لپاره هڅې چټکې شویدي.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د نادر شاه کوټ د قومي مشرانو سره په دې ولسوالۍ کې د نجونو د زده کړې بهیر د چټکتیا په اړه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ولسوال فضل ګلاب زوی، د ټولو کلیو قومي مشرانو او د پوهنې شورا ګانو غړو ګډون کړی ؤ.
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې، او زیاته یې کړه چي بې علمي د سیمې لپاره ستر ګواښ دی.
په ناسته کې د سیمې قومي مخورو د پوهنې رئیس ته پر هغه ستونزو رڼا واچوله چې دا مهال په دې ولسوالۍ کې د زده کړو په وړاندې لویې ننګونې بلل کیږي، دوی وویل چې په یو شمیر سیمو کې د موجوده ناوړه رواجونو او کلتوري محدودیتونو له امله کورنۍ خپلې لورګانې زده کړو ته نه لیږي خو ژمنه یې وکړه چې د راتلونکي تعلیمي کال له پیلیدا وړاندې به په دې برخه کې د پام وړ عامه پوهاوی وکړي او هڅه به وکړي چې د یو شمیر قومي تړونونو له لارې دغه ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.
ناستې ته پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې په دې ولسوالۍ کې د نجونو پر زده کړو د ټینګار تر څنګ وویل چې په سیمه کې مخور قومي مشران، دیني عالمان، او متنفذ اشخاص کولای شي چې دې وضعیت ته تغییر ورکړي او په کلیوالي سیمو کې د هلکانو تر څنګ نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.
پوهنې رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل چې په دې ولسوالۍ کې سږ کال اتو ښوونځیو ته نوي ودانۍ جوړې شوي دي چې په دې سیمه کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د مناسب چاپېریال د نه شتون ستونزه ورسره هواره شویده.
فیصله وشوه چې د نوي ښوونیز کال له پیل کیدو وړاندې به قومي مشران خپلو ناستو ته دوام ورکوي تر څو وکولی شي چې په راتلونکي کال کې موجوده ستونزې تر ډیره حل او ټولو ماشومانو ته د برابرو ، باکیفیته زده کړو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت مرکزي هستې منسوبینو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت، د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس په کندوز کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ پروژه وارزوله

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس مولوي محمداسحاق مقدس له خپل تخنیکي پلاوي سره کندوز ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې مسوولینو سره د ودانیزو او ترمیماتي پروژو. . .

BACK TO NEWS