د غزني ولایت د پوهنې ریاست له کړنو د ملا تړ په موخه غونډه تر سره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳ - ۱۱:۵۰
د غزني ولایت د پوهنې ریاست له کړنو د ملا تړ په موخه غونډه تر سره شوه

د پوهنی وزارت_ غزنی: د غزنی ولایت د احمد آباد ولسی شورا د یاد ولایت د پوهنې د رئیس ښاغلی محب الرحمن انصار ګړنې تقدیر او وستایلې.
د احمد آباد د ولسي شورا غړو د غزنی ولایت د پوهنې په ریاست کې د یاد ریاست د رئیس د کړنو د ستایلو په موخه خپل ملاتر رسما اعلان کړ .
د احمد آباد د د شورا رئیس د پوهنې په ډګر کې د ښاغلی محب الرحمن انصار کړنې پدې وروستۍ لسیزه کې بی مثاله وبللې ، او زیاته یی کړه چې د غزني ولس د پوهنې په بهیر کې په ټوله معنی ستاسو تر شا ولاړ دی .
د پوهنې رییس د دوی د راتګ نه په مننه سره وویل چې مونږ د غزنی ولایت د پوهنې د بهیر د خدمت په موخه راغلی یو، او دا مو ژمنه ده چې د یاد بهیر د پیاوړتیا په موخه به تل هڅه کړو . او باید وویل شی چې پوهنه د ټولنې یو اصل دی ، چې د دې اصل پیاوړتیا د ولس په ملاتړ کې نعښتې.
په پای کې د احمد اباد د شورا خلکو د غزني د پوهنې رئیس په سر د وقار پټکي کېښود او کړنې یې هم د یوې تقدیر پانې په ترڅ کې وستایلې .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS