د هلمند ولایت ښوونکو او زده کوونکو ته د حفظ الصحې عامه پوهاوی پیل شو
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت دپوهنې ریاست د روغتیا مدیریت او د IRC همکاري موسیسې له خوا په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کي ۳۱۰ تنه ښوونکو او ۸۳۷۳ تنه زده کوونکو ته د حفظ الصحې په اړه عامه پوهاوی ورکولو لړۍ پیل شوه.
یاد پروګرام د نادعلي ولسوالۍ د ډاکتر محمد خان خروټي په لېسه کي رسمآ پیل شو، چی پکي د پوهنی ریاست د روغتیا مدیر په ګډون د همکاري موسسی غړو او یادی ولسوالۍ د پوهنې د څارني امرینو او ګڼ شمیر ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د یادوني وړ ده چي د عامه پوهاوي تر څنګ دوه دوه ډیټول صابونونه هم زده کوونکو ته ورکول شوه.
