د هلمند په ناوې ولسوالۍ کي د زینب خټون په نوم نوې ښوونځۍ پرانستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۹
د هلمند په ناوې ولسوالۍ کي د زینب خټون په نوم نوې ښوونځۍ پرانستل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د پوهنې وزارت په منظورۍ د هلمند پوهنې ریاست له لوري د ناوې ولسوالۍ په خرابه سیمه کي د انجونو د زده کړي لپاره نوې ابتدایه ښوونځۍ د پوهنې د رئیس په ګډون د سیمي اوسیدونکو او یو شمیر ښوونکو له لوري پرانستل شوه.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي په لومړي ځل وتوانیدو چي ناوې ولسوالۍ کي د انجونو د زده کړي لپاره ښوونځۍ پرانیزو.
ښاغلي صفاري د سیمي د مشرانو غوښتنه وکړه چي د هلکانو تر څنګ د انجونو پر زده کړو ټینګار وکړي او تر څنګ یې د سیمي اوسیدونکو ته د انجونو پر هڅونه عامه پوهاوی ورکړي.
د زینب خټون ښوونځۍ چي نوې پرانستل شوې ده زده کوونکو ته یې د هلمند پوهنې ریاست رهبرۍ له لوري قرطاسیه او بستې ورکول سوې.
د یادوني وړ ده چي په ناوې ولسوالۍ کي د هلمند پوهنې ریاست له لوري د لومړي ځل لپاره د انجونو د زده کړي لپاره ښوونځۍ پرانستل کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS