د هلمند پوهنې رئیس: زده کړه تر هري سیمي رسول زموږ دنده ده
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې رئیس له لوري د مهاجرینو کمپ کي د لسګونو انجونو او هلکانو لپاره الحاقیه پرانستل شوه.
یاده الحاقیه د مهاجرینو کمپ د قومي مشرانو په غو ښتنه د هلمند پوهنې رئیس په ګدون د ښار پوهنې آمر، قومي مشرانو او مدني فعالانو په شتون کي پرانستل شوه.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د پرانستي پر مهال وویل چي په هره سیمه کي ماشومان شتون ولري موږ به ورته د زده کړو زمینه برابره کړو، ښاغلي صفاري د الحاقیې زده کوونکو ته قرطاسیه، بستې او تدریسي توکي د هغوي د لا ښه تشویق په موخه ورکړل.
د مهاجرینو کمپ قومي مشرانو او فعالانو د هلمند پوهنې رئیس ته د هغه د ښو کړنو له امله د ویاړ بګړۍ ور پر سر کړه.
د یادوني وړ ده چي د مهاجرینو کمپ ښوونځۍ یاده الحاقیه درې کیلو متره لیروالی لري چي شاخوا ۲۵۰ تنه زده کوونکي پکي زده کړي کوي.
