پکتیا کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د ډنډه پټان ولسوالۍ ډنډې د انجونو منځني ښوونځي ودانۍ د نوموړي ولایت پکتیا والي شمیم خان کټوازي او د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي لخوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود، د پتي په پریکولو سره افتتاح اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دغو مراسمو کې وویل چې په دې ولایت کې یوازې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اقراء برنامې تر چتر لاندې د لس ملیونه امریکایي ډالرو په لګښت ۱۰۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي او د ۶۵ نورو ښوونځیو ودانۍ د ښارجوړونې او ځمکو؛ او پوهنې وزارت لخوا جوړیږي چې د ۱۳۹۹ کال تر پایه پورې به د پکتیا ولایت ټول ښوونځي ودانۍ ولري.
نوموړي وویل چې د ښوونکو، د پوهنې د اداري کارکوونکو او زده کوونکو لپاره د خوندي چاپېریال او نورو لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو مسؤلیت د حکومت دی خو د ولس باید له جنسیتي تفریق پرته خپل اولادونه د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولېږي؛ او د ښوونځیو د ساتنې او څارنې په برخه کې مرسته وکړي.
د ښارجوړونې د رئیس محمد رحیم افغان په خبره د ډنډې انجونو منځنی ښوونځی د ښارجوړونې او ځمکو وزارت لخوا له ملي پرمختیایي بودیجې څخه د نولس ملیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. نوموړي وویل چې دغه ښوونځی په یو پوړ کې شپږ ټولګي، دوه اداري خونې، یو کمپوټر لېب، یو کتابتون، پنځه بابه تشنابونه، د ساتونکي خونه، یوه حلقه څاه، د اوبو ذخیره او احاطوي دېوال لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې دي.
د پوهنې رئیس کوچي ځاځي د پوهنې په برخه کې د پکتیا والي له همکاریو او زیار په یادونې سره وویل چې کال وړاندې د دې ولایت اویا سلنه ښوونځیو ودانۍ نه درلودې خو د راتلونکي کال تر پایه به د پکتیا ټول ښوونځي ودانۍ ولري. نوموړي وویل چې د کمیت تر څنګ به د معارف د بهیر کیفیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ډنډه پټان ولسوالۍ مشرانو او ځوانانو د پکتیا ولایت له رهبرۍ او ښارجوړونې وزارت څخه مننه وکړه چې د دوی بچیانو ته یې د ښوونځي ودانۍ جوړه کړه. دوی په یو شمېر نورو برخو کې هم د ورته پاملرنې غوښتنه وکړه چې د ولایتي رهبري لخوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
