ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت ـ ننګرهار : ـ دننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ د لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د نوموړي ولایت دپوهنې ریاست د مسوولینو لخوا کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۵ جریبه ځمکي په ساحه کې د ۴ میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په مجموعي لګښت د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست دولسي تړون د اقراء برنامې په چوکات جوړیږي ، چې۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، ۳ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
