په لوګر کې یو شمېر استعداد لرونکي زده کوونکي وستایل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۰:۳۴
په لوګر کې یو شمېر استعداد لرونکي زده کوونکي وستایل شو

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې په اخیستل شوې ازموینه کې د لوړو نومرو ګټونکي زده کوونکي وستایل شول.
د نوموړو زده کوونکو د ستاینې په غونډه کې تدریسي مرستیالې مینې سادات، د مالي چارو مرستیال وزیر احمد مومند، د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي خان، د نظارت آمر عنایت الله خالد، بریالیو زده کوونکو او د دوی کورنیو برخه اخیستې وه.
لس ورځې مخکې د پوهنې ریاست د یونیسف موسسې په مالي مرسته د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو د استعدادونو د معلومونې په موخه ازموینه اخیستې وه.
په یاده ازموینه کې د ۱۱ نجونو په ګډون ۵۰ زده کوونکو ګډون کړی وو، چې ټول د ولسوالیو او ښوونځیو په کچه عمومي اول نمره ګان وه.
په دې ازموینه کې د ۳ نجونو په ګډون ۶ زده کوونکو لوړې نمرې اخیستې دي، چې شپږ واړه د استعداد لرونکو زده کوونکو مقامونه خپل کړي دي.
ستایل شوي زده کوونکي به ډېر ژر پوهنې وزارت ته د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ۳۰ کلیزې په لمانځغونډه کې د ګډون په موخه معرفي شي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د دولتي او خصوصي ښوونځیو استعداد لرونکي زده کوونکي ستایل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS