سینګال هیواد ته د پوهنې وزیر د سفر د خبرونو لړۍ

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
 سینګال هیواد ته د پوهنې وزیر د سفر د خبرونو لړۍ

پوهنې وزیر د Ministerial Advisory Group Retreat په نړیواله ناسته کې د افغانستان ښوونې او روزنې څخه د GPE د ډير ملاتړ غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزارت- داکار: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په یوه رسمي سفر د سینګال هیواد مرکز داکار ته ورسید او د Ministerial Advisory Group Retreat په نړیواله غونډه کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان ښوونې او روزنې څخه د GPE د ډير ملاتړ غوښتونکۍ شو.
دا نړیواله ناسته د زده کړې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام (GPE) په کوربه توب د نومبر په ۲ مه نیټه د غړیتوب لرونکو هیوادونو د پوهنې وزیرانو، دونرانو او د GPE نړیوالو شریکانو په شتون کې تر سره شوه.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي دې غوڼدې ته د وینا په ترڅ کې د افغانستان ښوونې او روزنې په اساسي برخو خبرې وکړې او د ښوونې او روزنې اوسنۍ حالت، لاسته راوړنې او همدارنګه شته ستونزې او ننګونې یې په یوه راپور کې وړاندې کړلې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د زده کړې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام (GPE) څخه وغوښتل چې په ټول افغانستان کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي او ښوونې او روزنې ته د ماشومانو یو شان لاسرسي په موخه د نړیوالې ټولنې د ډیرو مرستو جلبولو لپاره هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده چې (GPE) د ماشومانو ښوونې د ګډون لپاره یو نړیوال پروګرام دۍ چې د ۷۰ څخه ډیرو مخ پر ودې هیوادونو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS