د هلمند د پوهنې ریاست له لوري د نجونو د روغتیا ساتني ورځ ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند د روغتیا مدیریت له لوري د لښکرګاه ښار په سي تري ښوونځۍ کي د نجونو د روغتیا ساتني ورځ ولمانځل شوه.
په لمانځغونډه کي د هلمند پوهنې ریاست د روغتیا مدیر امیرالله شریفي، د یاد ریاست د ساتني او خوندیتوب مدیر شاه ولي وردګ په ګډون د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو او ګڼو زده کوونکو پکښې برخه درلودل.
د روغتیا مدیر امیرالله شریفي د نجونو پر حفظ الصحې پر مراعت ټینګار وکړ، او له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه تر څو د ژوند په ټولو پړاونو حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي.
د یادولو ده چي تر دې وړاندي هم د یاد مدیریت له لوري د حفظ الصحې په اړه ښوونځیو کي عامه پوهاوی ترسره شوی دی.
