پوهنې وزیر د کابل ښار ۱۷ تعلیمي ناحیې له خصوصي ښوونځيو څخه لیدنه وکړه.

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۵:۱
پوهنې وزیر د کابل ښار ۱۷ تعلیمي ناحیې له خصوصي ښوونځيو څخه لیدنه وکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ولایتونو او مرکز د ښوونځيو څخه د لیدنې په ترڅ کې، دا ځل د کابل ښار ۱۷ تعلیمي ناحيې ته ولاړ او د خصوصي ښوونځيو د لیدنو لړۍ يې د حیدري خصوصي ښوونځي څخه پیل کړه.
پوهنې وزیر او استاد حیدری وجودی د پارسي ژبې پيژندل شوۍ شاعر د یاد ښوونځي د ټولګیو څخه په جلا ډول لیدنه وکړه او د افغانستان په پرمختګ او آبادي کې یې د ښوونې او روزنې اهمیت په اړه له ښوونکو او زده کوونکو سره خبرې وکړې.
همدارنګه پوهنې وزیر د درسي میتودونو، درسي کتابونو حالت، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو طریقه او د درسي ټولګیو په اړه ستونزي يې وڅيړلې او د ستونزو د حل او څار په موخه يې ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د حیدری وجودي خصوصي ښوونځۍ د کابل ښار په ۱۷ مه تعلیمي حوزه کې موقعیت لري او د لمړي ټولکي څخه تر ۹ ټولګي پوري ۲۸۰ زده کوونکي په لیک او لوست بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS