د غفور ندیم لیسې مدیر د شهادت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا!
د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت د یوه ښوونیز بنسټ په توګه باید خوندي وي.
نن سهار د غفور ندیم لیسې مدیر سید ضیاءالدین ضیاء د ناپيژانده وسله والو له لوري د ښوونځي مخې ته په شهادت ورسید.
د پوهنې وزارت دا پیښه په کلکو ټکو غندې او د کورنۍ د غړو په ماتم کې ځان شریک بولي.
پوهنې وزارت ډیر ځلې دا څرګنده کړې چې د ښوونې او روزنې سفیرانو په توګه د پوهنې کورنۍ خوندیتوب باید وساتل شي، ولې بې شمیره امنیتي پیښې لاهم هره ورځ د هیواد په هر ګوټ کې د پوهنې د غړو ژوند اخلې او دا زموږ لپاره د اندیښنې وړ ده.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د نن ورځې پیښه چې د غفور ندیم ښوونځي مخې ته د نوموړې لیسې مدیر د شهادت سبب شوه، ډير خواشینۍ ده او خپل د همدردي مراتب د مرحوم ضیاءالدین ضیاء درنې کورنۍ ته وړاندې کوي.
